د كشميري اولس ځانګړې قربانۍ مونږ لپاره د وياړ وړ دي

image

اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ او د كشمير كونسل د ګډې غونډې ته وېنا كول زما لپاره د درناوي خبره ده٬ ده ووئيل تاسو د يو داسې غېور قام نمائندګي كوۍ چا چې ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ د کشمیریانو ځانګړې قربانۍ مونږ لپاره د وياړ وړ دي۔ مونږ د آزادۍ په هلو ځلو كښې د بوخت اولس د ستونزو ادراك لرو، د پاكستان اولس د کشمیري اولس سره د آزادۍ هلو ځلو لپاره سم ولاړ دې٬ د پاکستان حكومت د كشمير كشالې سوله ايز هواري او د آزاد كشمير پرمختګ لپاره هڅې كوي٬ د پاكستانيانو او كشميريانو زوړونه يو ځائ درځېږي او کشمیریانو سره د پېړو پخوانۍ دا خپلولي به تل له قائمه وي۔ حکومت د آزاد کشمیر بجټ او پرمختيائي بجټ يو په دوه كړې۔ د مانسهره نه تر مظفرآباد د سړك منصوبه په سي پېك كښې شامل كړې شوې ده۔ د ګل په مظفر آباد كښې د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ او کشمیر کونسل د ګډې غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې تر اوږدې مودې مو د مخالفې ډلې سياست كړې دې او د مخالفې ډلې د سوچ نه واقف يو۔ ده ووئيل د كال 364 ورځې سياست لپاره كېدې شي خو د فرورۍ پنځمه نېټه د كشمير يووالې ورځې په مهال مونږ له يو موټې كېدل پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل د كشمير د آزادۍ په هلو ځلو تاسو يوازې نه ئې بلكې پاكستانې اولس هم تاسو سره سم ولاړ دې ۔ ده ووئيل هېواد كښې سياسي اختلافات شته خو د كشمير په مسئله مونږ ټول يو موټې يو۔ وزیر اعظم ووئيل د كشمير پاليسي زمونږ په سينو كښې پرته ده او دې لپاره د تحرير ضرورت نشته ٬ مونږ د تېرو 70 كالو راهېسې په دې عمل كوٶ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې د ډېرو سياسي ګوندونو حكومتونه راغلې چې پكښې د آمريت دورونه هم شامل دي خو د كشمير په كشاله دوه رائے نه دي ساتلې شوې٬ دا كشاله ژوندۍ ساتل دي او د ذاتياتو نه پرته په دې عمل كول دي۔ ده ووئيل محمد نواز شریف زما قائد دې او ھغوي هم كشميرے دے د ھغوي په عمل او سوچ كښې د كشمير پحقله كله هم كمې نه دې راغلې۔ ده ووئيل ټول سياسي مشران د كشمير په كشاله يو موټې دي او د سياست په بنياد د كشمير په مسئله دوه رائے ساتل نه دي پكار ۔ ده ووئيل په لائن آف كنټرول نن هم زمونږ ورونړا خوېندې او د وسله والو ځواكونو ځوانان قربانۍ وركوي او په هندې مقبوضه كشمير كښې زمونږ ورونړا خوېندې د آزادۍ هڅو او سوله ايز تحريك لپاره قربانۍ وركوي۔ وزیراعظم ووئيل په مودي سرکار دا خبره په ډاګه شوې ده چې د خپلواكۍ حق نه سوا اوس د دې شخړې هېڅ حل نشته ۔ ده ووئيل نن په مقبوضه كشمير كښې بچې بچې د آزادۍ شمع سره مخ په وړاندې روان دې ٬ مونږ له دوي سره تلل دي او د كشمير كشاله په هر فورم رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل مونږ له په دې كشاله مينه او ورورولي په ځائ ساتل دي ۔ وزیراعظم ووئيل د حكومت معاملې ٬ ستونزې او ګيلې موجود دي خو د كشمير په مسئله مونږ له يو موټې كېدل پكار دي۔ ده ووئيل د آزاد کشمیر د وزیراعظم په چوكۍ ډېر لارښود پاتې شوې دي چا چې مضبوط روايات قائم كړې په ھغې به عمل كول وي ۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله به تل يو موټې پاتې كېږو او د ھغو قوتونو به مقابله كوٶ كوم چې د كشمير د آزدۍ په لاره كښې خنډان دي٬ مونږ د آزادۍ په هلو ځلو كښې د بوخت اولس د ستونزو ادراك لرو، د پاكستان اولس د کشمیري اولس سره د آزادۍ هلو ځلو لپاره سم ولاړ دې٬ د پاکستان حكومت د كشمير كشالې سوله ايز هواري او د آزاد كشمير پرمختګ لپاره هڅې كوي٬ د پاكستانيانو او كشميريانو زوړونه يو ځائ درځېږي، کشمیریانو سره د پېړو پخوانۍ دا رشته به تل قائم وي ٬ حکومت د آزاد کشمیر بجټ او پرمختيائي بجټ يو په دوه كړې ٬ د مانسهره نه تر مظفرآباد د سړك منصوبه په سي پېك كښې شامل كړې شوے ده٬ دا منصوبه د محمد نواز شریف د ذاتي هڅو په سوب سي پېك كښې شامل كړې شوې ده او دا به د كشمير پرمختګ لپاره سنګ ميل وګرځي او نوې كول بې دې څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل په لائن آف كنټرول د شهيدانو د كورنيو مرستې او بېنكرز جوړولو له به هم فنډز وركولې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد د نړيوال تاريخ د ټولو نه لوے جنګ كوي او پكښې بريالي شوي دي او دغسې د نړۍ يو شمېر پرمختللې هېوادونه په دې جنګ كښې پاتې راغلې دي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste