قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي په مشرۍ كښې غونډه

image
APP01-06 ISLAMABAD: February 06 - Advisor to the Prime Minister, Irfan Siddiqui presiding over a meeting regarding 9th National Book Day Celebrations at National History & Literary Heritage Division. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد ۔ 6 فروری (اے پی پی) د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن لپاره د وزيراعظم صلاكار عرفان صديقي په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د كتابونو قامي مېلې كولو په باضابطه منظوري وركړې شوې۔ څلور ورځنۍ د كتابونو دا قامي مېله به د اپرېل په 6 مه نېټه اسلام آباد كښې كېږي۔ دې مېله كښې به د ځائي اشاعتي ادارو سره سره چين ٬ ايران ٬ تركيه ٬ مصر ٬ تيونس ٬ تاجسكتان ٬ آذربائيجان او عمان برخه اخلي۔ كتاب مېله د نېشنل بك فاؤنډېشن يو روښانه روايت دے۔ ده ووئيل پاك چائنه سنټر كښې كېدونكې دې مېله كښې به 120 څخه د زياتو سټالونو لګولو ګنجائش ساتلې شي۔ د نهې په ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن كښې شوې غونډه كښې مېلې كولو له د انتظاماتو بشپړ جاج واخستلې شو۔ عرفان صديقي ووئيل د كتاب خپرېدل په ټولنه كښې د امن ورورولۍ او انساني قدرونو خپرېدو تر ټولو فعاله ذريعه ده۔ کتاب مېله د نېشنل بك فاؤنډېشن يو ځلنده روايت دے كوم به چې د روان كال په مهال هم مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د مېلې په مهال به علمي او ادبي دستورې ٬ د كتابونو مخ كتنه ٬مباحثې ٬ سيميانورونه او ماشومانو له خاص پروګرامونه كولې شي۔ د غونډې په مهال د نېشنل بک فاؤنډېشن اېم ډی ډاکټر انعام الحق جاوېد د انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده عرفان صديقي ته ووئيل تېر كال په درېو ورځو كښې مېله كښې 4 لكهه كسانو ګډون كړے ؤ او نزدې د دوه كروړه روپو كتابونه خرڅ شوي وو ۔ ده ووئيل مېلې سره د اړوندو معاملو څارنې له يو شمېر كمېټۍ جوړې كړې شوي ۔ غونډه كښې وفاقي سېكتر انجینئر عامر حسن سره سره د وزارت او نېشنل بك فاؤنډېشن نورو چارواكو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی