د مسلم ليګ (ن) د زيركتيا پالېسيو سره هېواد د پرمختګ او اقتصادي سوكالۍ په لاره روان شوې۔ ددفاع وزير

image

اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي چې د مسلم ليګ (ن) د زيركتيا پالېسيو سره هېواد د پرمختګ او اقتصادي سوكالۍ په لاره روان شوې۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د ترهګرۍ پېښو كښې د كمي او د امن وضعې ښه كېدو سره هېواد كښې تجارتي هلې ځلې زياتې شوي دي۔ ده ووئيل د معيشت په لړ كښې د
پاكستان مثبت تشخص كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې۔ خرم دستګیر خان ووئيل چین پاکستان اقتصادی راھداری(سی پېک ) منصوبھ پاکستان او ټولې سيمې له ګېم چېنجر منصوبه ده او چاته به ددې متنازعه جوړولو اجازه ورنكړې شي۔ ده ووئيل چين او پاكستان يو بل سره پخوانۍ او ځانګړې اړيكې لري۔ ده وويئل مونږ دا لا زياتول او مستحكم كول غواړو۔ ده ووئيل مونږ د دښمنانو د ناوړه ارادو څخه نه وېرېږو او د اولس د خېر ښېګړې سفر به روان ساتو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر